د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دوهم ګذر کي د يو مهم سړک قيريزي کولو چاري پيل سوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۱۷
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په ۶ ناحيه، ۲ ګذر کي پلانو ته څيرمه د يو مهم سړک د قيريزي کولو چاري پيل کړې.

دا سړک چي د ده محسوس له عمومي سړک څخه شروع کيږي بيا تر نوي کلاچې پوري غځيدلی دي، تقريبا ۶۳۰ متره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، يوه مياشت مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوي دي او اوس فعلا يې د قيريزي کولو چاري پيل سوې چي ډير ژر به بشپړي سي او ياد سړک به ګټي اخيستني ته وسپارل سي.

د دې سړک په رغولو کي هره ورځ ۲۵ کسان په فني او غيري فني ډول په کار کولو بوخت دي.

د همدې مهم سړک په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دوهم ګذر کي د يو مهم سړک قيريزي کولو چاري پيل سوې