د کندهار ښار په اوومه ناحيه، پنځم ګذر کي د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل سوي دي!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۱:۴۳
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي فعالیتونو په لړ کي داځل د ښار په اوومه ناحيه، پنځم ګذر کي د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې د کیندن کارۍ چاري رواني دي، شاوخوا ۵۳۰ متره اوږدوالۍ لري او ساحې ته په کتو سره مختلف عرضونه لري. رغنیزي چاري ئې ۲۰ ورځي مخکي پیل سوي دي او پاته کارونه به يې د ۳ میاشتو په موده کي بشپړ سي.

د دې کوڅې د رغولو ترڅنګ، د ۶۳ مترو په اوږدوالي سره د چرۍ جوړول هم په اساسي ډول په پلان کي شامل دي.

په دې انکشافي پروژه کي هره ورځ ۶۲ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده.

د همدې کوڅې په جوړولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ له دې مهم اقدام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، پنځم ګذر کي د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل سوي دي!