د کندهار ښار په اوله ناحيه، دریم ګذر کي د پیاده رو د جوړوني چاري ۷۰ سلنه بشپړي سوي دي

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۳۳
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ دخپلو پراخو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اولي ناحیې، دریم ګذر اړوند د کابل شاه په سیمه کي د سړک دواړو خواوو ته د یو پیاده رو د رغولو چاري پیل کړي دي.

یاد پیاده رو شاوخوا ۴۱۲ متره اوږدوالی لري او ۴ متره پلنوالي لري. رغنیزي چاري ئې تقریباً دوې میاشتي مخکي پیل سوي دي او پاته کارونه به ئې د یوې میاشتي په موده کي بشپړ سي.

ددې انکشافي پروژې له امله هره ورځ ۱۱۱ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۱۰۰ تنه ئې په غیري مسلکي او ۱۱ تنه ئې په مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

د یادوني وړ ده، چي په همدې ګذر کي څه موده وړاندي یوه کوڅه هم چي ۱۳۵ متره اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي ئې درلود، په اساسي ډول ورغول سوه او ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

د یاد پیاده روو او کوڅې له جوړېدو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په اوله ناحيه، دریم ګذر کي د پیاده رو د جوړوني چاري ۷۰ سلنه بشپړي سوي دي