د ښاري خبري اتري/ ګفتمان شهری لويه غونډه جوړه سوه

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۹
ښاري خبري اتري

يکشنبه/۱۸- کب - ۱۳۹۸

په کندهار کي د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ښارواليو معينیت د ښاري حکومتولۍ عمومي رياست له هدايت او اجنډا سره سم د ښاري خبرو اترو پروګرام د کندهار ښاروالي په کوربتوب جوړ سو. په دغه مناسبت د کندهار ولايت مقام د شاه آمان الله د غونډو په تالار کي لويه غونډه رابلل سوې وه، چي ټول ټال ۵۰۰ تنو په کښي ګډون کړی و.

د غونډي برخه وال کندهار والي، کندهار ښاروال، د سکټوري ادارو رئيسان او استازي، د مشورتي بورډ غړي، د ګذر وکيلان، د ښاري ټولنو استازي، مدني فعالان، ښځي، د کندهار ښاروالي د ښاري حکومتولۍ رياست کارکوونکي او عام ښاريان وو.

غونډه کندهار ښاروال انجنير محمد رفیع حیات په خپلو څرګندونو پرانيسته، ګډونوالو ته يې هرکلی ووايه او د ښاري خبرو اترو پروګرام موخي يې ورته واضح کړې. ښاروال وويل، له دې پروګرام څخه موخه دا ده چي د ښاريانو مشارکت تأمين سي او ښاري او مسؤلين مخامخ د خپلو ستونزو او چارو په اړه له يو بل سره خبري وکړي.

ورپسې کندهار والي حيات الله حيات څرګندوني وکړې. هغه د کندهار ښاروالي له خوا د ښاري خبرو اترو پروګرام وستايه او دا يې د مردم سالارۍ د تأمين په برخه کي لوی ګام وباله. والي هيله څرګنده کړه چي د ښاري خبرو اترو دغه فرهنګ دوام پيدا کړي.

ورپسې د پروګرام له اجنډا سره سم لومړی فنل جوړ سو، چي کندهار والي، کندهار ښاروال، د امنيې قوماندانۍ مرستيال، د قول اردو استازي او د سکټوري ادارو ځينو رئيسانو ګډون کړی و. د فنل هر برخه وال پنځه دقيقې خپلي لاسته راوړني بيان کړې، وروسته د پروګرام برخه والو ته موقع ورکړه سوه چي خپلي طرحي، اندېښنې، پوښتني او وړانديزونه مطرح کړي. ورپسې د کرونا وايروس په اړه د کندهار د عامي روغتيا رياست استازي ډاکټر فدامحمد سحر معلومات ورکړل او ويې ويل چي د کندهار د روغتيا اداره د دغي ناروغۍ د مخنيوي له پاره کافي صحي تدابير لري.

د چايو تر دمې وروسته د پروګرام له اجنډا سره سم د اقتصادي پرمختيا او ښاري حکومتولۍ په اړه فنل جوړ سو، چي د کندهار د اقتصاد رئيس، د برېښنا رئيس، د کانونو رئيس، د سوداګرۍ رئيس، د چاپېريال ساتني رئيس، د روغتيا رئيس، په کښي حضور درلود.

ټولو د خپلو لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه په وار سره معلومات ارائه کړل او ورپسې ګډونوالو ته بلنه ورکړه سوه چي خپلي د کندهار د اقتصادي پرمختيا او ښاري حکومتولۍ د ودي په موخه خپلي طرحي، اندېښنې او پوښتني مطرح کړي. د ګډونوالو پوښتني ته ځوابونه وويل او فنل پر ټاکلي وخت پای ته ورسېد.

د ښاري خبرو اترو پروګرام په وروستيو کي له اجنډا سره سم کندهار والي حيات الله حيات د پروګرام د ارزوني په موخه وينا وکړه. ښاغلي حيات دا پروګرام د مسؤلينو او عامو ښاريانو تر منځ د پرانيستو خبرو اترو او تفاهم خورا ښه فرصت وباله او ويې ويل چي د پروګرام په لړ کي سوي ژمني، پرېکړي او تر لاسه سوي طرحي به عملي کېږي.

پروګرام له اجنډا سره سم د دعائيې په ويلو پای ته ورسېد او ګډونوال د غرمې ډوډۍ تر خوړلو وروسته خپلو ځايونو ته ستانه سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښاري خبري اتري/ ګفتمان شهری لويه غونډه جوړه سوه