دکندهار ښاروالۍ خبرتیا:

Anonymous (not verified)

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د سپین غر ګذر د پروژې پنځم اعلان

د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د سپین غر ګذر د څښلو د پاکو اوبو د شبکې پروژې د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او په شرط پاڼه کی د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.

هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د جدي د میاشتي ۲۹ څخه بیا د دلوي تر ۵ پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.

د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د دلوي پر ۶ نیټه یعني د 2021 کال د جنوري د میاشتي پر 25 م سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ د ۷م ناحیې په امریت کي چې په میرویس مینه کي موقیعت لري ترسره کیږي.

د دواړو ګذرونو د اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاندي لینکونو ته مراجع وکئ.

https://www.mediafire.com/.../PD7_Spin_Ghar_GA.zip/file

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۷
Background image

اطلاعیه شاروالی کندهار

ارائه خدمات در تمام ساحات شهر از سوی شاروالی کندهار جریان دارد

همشهریان عزیز! در ساحات که آسیب پذیر در جریان باران های شدید با تهدید مواجه میشود لطف نموده به شماره های فوق در تماس شده . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

دکندهار ښاروالۍ خبرتیا: