کندهار ښاروالۍ په ټولو ناحیو کښي متوازنه پراختیا چټکه کړې ده!

mohammadi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۹:۴۸
بيا رغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو پرمختیایي پروژو په لړ کښي د ١٥ ناحيې په اړوندو برخو کښي هم د نورو ناحیو ترڅنګ پرمختیایي او خدماتي چاري چټکي کړي دي ترڅو ګران ښاریان په هرو برخو کښي له سهولتونو برخمن سوي وي،د کندهار ښاروالۍ د ۱۵ ناحیې امر خالد احمد وحدت د ۱۵ ناحیې په اړوندو برخو کښي د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکاري د نړیوال بانګ په مرسته د  (UNOPS) برنامې دلاري د درو پروژو څخه نظارت ترسره کړ چى يادي پروژې په يخ کاريز /حاجي عرب او الکوزو ګوشخانه کى جريان لري، خالداحمد وحدت د کار د کيفيت او د پروژې د حالت اړوند د مربوطه مسٶل انجنيرانو څخه معلومات ترلاسه کړه، او په هکله يې ډاډ حاصل کړ چي یادي پروژې په ښه حالت کښي جریان لري او په زیات شمیر خلګو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي: د خپلو عزتمنو ښاریانو د سهولت په عرصه کښي مسلکي او اساسي بیارغونه رامنځته کوي او په برخه کښي هیڅ د ستړیا احساس نکوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په ټولو ناحیو کښي متوازنه پراختیا چټکه کړې ده!