کندهار ښاروالۍ په ټولو ناحیو کښي متوازنه پراختیا چټکه کړې ده!

کندهار ښاروالۍ د خپلو پرمختیایي پروژو په لړ کښي د ١٥ ناحيې په اړوندو برخو کښي هم د نورو ناحیو ترڅنګ پرمختیایي او خدماتي چاري چټکي کړي دي ترڅو ګران ښاریان په هرو برخو کښي له سهولتونو برخمن سوي وي،د کندهار ښاروالۍ د ۱۵ ناحیې امر خالد احمد وحدت د ۱۵ ناحیې په اړوندو برخو کښي د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکاري د نړیوال بانګ په مرسته د (UNOPS) برنامې دلاري د درو پروژو څخه نظارت ترسره کړ چى يادي پروژې په يخ کاريز /حاجي عرب او الکوزو ګوشخانه کى جريان لري، خالداحمد وحدت د کار د کيفيت او د پروژې د حالت اړوند د مربوطه مسٶل انجنيرانو څخه معلومات ترلاسه کړه، او په هکله يې ډاډ حاصل کړ چي یادي پروژې په ښه حالت کښي جریان لري او په زیات شمیر خلګو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي: د خپلو عزتمنو ښاریانو د سهولت په عرصه کښي مسلکي او اساسي بیارغونه رامنځته کوي او په برخه کښي هیڅ د ستړیا احساس نکوي.