د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
د ښار دروازه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ جوړيږي تقريبا ۸۰ متره اوږدوالی، ۱۲ متره پلنوالی او څلور منزله تعمير لري چي پکښي خوړنځای، د امنيت اطاقونه سرسبزي او ګڼي نوري آسانتياوي پکښي شاملي دي چي ټولي ساختماني چاري به يې د ۸ مياشتو په موده کي بشپړي سي.

د يادي دروازې د افتتاح مراسم نن دوشنبه په داسي حال کي ترسره سوه چي پکښي د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب، د مخابراتو رئيس، د افغان ټليکام او سلام مخابراتي شبکې رئيس، د فوائد عامې رئيس، د کندهار امنيه قمندان او نورو مسؤلينو ګډون کړی وو.

ددې دروازې د افتتاح په مراسيمو کي د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب وويل چي د يادي دروازې په جوړيدو سره به د کندهار لرغوني ښار ته لاښکلا ورپه برخه سي او هم به د ښار حدود وټاکل سي، هغه په خپلو خبرو کي وويل چي وخت او امکاناتو ته په کتلو به دښار لپاره نوري دخولي دروازې هم جوړوو.

د ښاروالۍ ددې مهم اقدام څخه د کندهار ښار اوسېدونکو او هم ددې لاري تلونکو کسانو زياته خوښي وښودل او دداسي ورته اقداماتو غوښتنه يې وکړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي