د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا ۵۴۷ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، چي د تخنیکي معیارونو له مخي به په اساسي ډول کانګریټ سي.

ددې کوڅې رغنیزي چاري شاوخوا دوې میاشي مخکي پیل سوي دي او پاته کارونه به يې د یوې میاشتي په موده کي بشپړ سي.

د همدې کوڅې د جوړېدو ترڅنګ د ۴۲۷ مترو په اوږدوالي سره چرۍ هم په اساسي ډول جوړیږي.

په دې انکشافي پروژه کي دا مهال ۹۲ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده.

د یادي کوڅې او چرۍ په جوړولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې