د داوطلبۍ خبرتیا!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۵۷
د داوطلبۍ خبرتیا!

د داوطلبۍ خبرتیا!
کندهار ښاروالي غواړي خپل ملکیت د نهمي ناحیې اړوند د الکترونیکي تذکرو دوهم زون د وسایطو تم ځای ( پارکینګ) د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکړي.
ټول هغه اشخاص چي غواړي په دې داوطلبۍ کي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتي له ۱ نېټې څخه تر ۱۱ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د اجاره دهي آمریت اړوند د اجاره دهي عمومي مدیریت ته وسپاري او وروسته شرطپاڼه ترلاسه او کتلای سي.
همدارنګه داجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین په افغانیو نقداً اخیستل کیږي. د داوطلبۍ مجلس به د روان ۱۴۰۵ کال د میزان میاشتي پر ۱۲ نېټه دیکشنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د ټاکل سوي هیئت په حضور کي د اجاره دهي په آمریت کي ترسره سي.
د نورو معلوماتو لپاره له لاندي اړیکو سره په تماس کي سي: 
۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸/ ۰۷۰۰۳۳۸۶۲۶

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د داوطلبۍ خبرتیا!