د واټونو او پياده روونو د خلاصون په برخه کي د کندهار ښاروالۍ يو بل مهم ګام!

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۲:۱۱
تنظيم مارکېت ها

کندهار ښاروالۍ، د ترافيکو مديريت، او امنيه قمندانۍ په همکاري داځل د ښار په څلرمه ناحيه، حضرت جي بابا ته څيرمه د ترکاريو کوڅه د بې نظميو او بې ځايه رېړيو څخه خلاصه کړل.

دا کوڅه چي د ډېر وخت راهيسي دوکاندارانو، ريړۍ چلوونکو او لاسي ګاډيو بنده کړې وه او ډېره زياته بې نظمي يي جوړه کړې وه، د ښاروالۍ د څو څو ځلي خبرتيا وروسته نن پنج شنبه ياده کوڅه په مکمل ډول د دوکاندارانو د سامانونو، ريړيو، او لاسي ګاډيو څخه پاکه کړل او ټول هغه سامان آلات چي سړک يې بند کړئ وو د ښاروالۍ له لوري ورڅخه ظبت سول.

ګرانو هيوادوالو!

ښاري نظم راوستل د ټولو ښاريانو ګډ مسؤليت دی، لطفاً د خپل ښار په پاکوالي او نظم کي د کندهار ښاروالۍ سره برخه واخلئ او هغه کسان چي ښاري نظم اخلالوي بايد په ګډه يې مخه ونيسو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د واټونو او پياده روونو د خلاصون په برخه کي د کندهار ښاروالۍ يو بل مهم ګام!