د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د صبر او نګار د پروژو دوهم ځلي اعلان

ناپیژنده (not verified)

Publish Date

Closing Date

د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د نګار او صبر ګذرونو د څښلو د پاکو اوبو د شبکې پروژې د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.

هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د عقرب د میاشتي ۲۸ څخه بیا د قوس تر ۱ نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.

1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات

2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)

3. د پروژی تخنیکي پروفایل

د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د قوس پر ۱ نیټه یعني د 2020 کال د نومبر د میاشتي پر 21 م سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.

نوټ:

په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.

د دواړو ګذرونو د اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاندي لینکونو ته مراجع وکئ.

http://www.mediafire.com/.../9h04o1.../PD7_Nigar_GA.zip/file نګار ګذر

http://www.mediafire.com/.../4zkdbz.../PD7_Sabar_GA.zip/file صبر ګذر

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.

ټول هغه اشخاص چي پر . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.

علاقمند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۹ ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابروي . . .

Back to tenders

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د صبر او نګار د پروژو دوهم ځلي اعلان