د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان په اساس د ترانسپورټ مدیریت لپاره د دوو عرادو چهار سلنډر ټراکټورونو د خریدارۍ قرارداد عقد کړي.
علاقمندان کولائ سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتي له ۲۰ نېټې څخه بیا د جوزا میاشتي تر ۱۱ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.
د یادي پروژې شرطپاڼه او ضمایم هم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ د رسمي ویب پاني څخه په سافټ شکل ترلاسه کولائ سئ.
ددې پروژې داوطلبي به د ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشتي پر ۱۲ نېټه چي د دوشنبې ورځ ده، د سهار پر نهه نیمي ۹:۳۰ د ټاکل سوي هیئت په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
یادونه: علاقمند داوطلبان مکلف دي چي خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرایطو سره سم ترتیب او په سر تړلي ډول، د داوطلبۍ د مجلس په ورځ د ټاکل سوي وخت سره سم و تعین سوي پلاوي ته وسپاري او هغه آفرونه چي ناوخته ورسپارل سي، د منلو وړ نه دي.
د نورو معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسي.
۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰