د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان په اساس د ترانسپورت مدیریت لپاره یوه (۱) عراده فورنر موټر خریداري ترسره کړي.
علاقمندان کولائ سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتي له ۲۳ نېټې څخه بیا د جوزا میاشتي تر ۱۲ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.
د یادي پروژې شرطپاڼه اوضمایم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ له رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولائ سي. ددې پروژې داوطلبي به د روان کال د جوزا میاشتي پر ۱۳ نېټه چي سه شنبې ورځ ده، د سهار پر نهه نیمي (۹:۳۰) بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
یادونه: علاقمند داوطلبان مکلف دي چي خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرایطو سره سم ترتیب او په سر تړلي ډول، د داوطلبۍ د مجلس په ورځ د ټاکل سوي وخت سره سم و تعین سوي پلاوي ته وسپاري او هغه آفرونه چي ناوخته ورسپارل سي، دمنلو وړ نه دي.
د نورو معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسي.
۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰