د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالۍ غواړي چي ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تداراکاتي پلان له مخي د ترانسپورټ مدیریت د وسایطو د ټېرونو، بېټریو او ټوپانو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.
علاقمندان کولای سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشتي له ۱۰ نېټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۳۱ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.
د یادي خریدارۍ شرطپاڼه او ضمایم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ له رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولای سي.
ددې خریدارۍ داوطلبي به د ۱۴۰۴ کال د سرطان میاشتي پر ۱ نېټه، د یک شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د ټاکل سوي هیئت په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
یادونه: علاقمندان داوطلبان بايد خپل افرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرايطو سره سم ترتيب او په سرتړلي توګه يې د داوطلبۍ د مجلس په ورځ او ټاکل سوي وخت وتعين سوي پلاوي ته تسليم کړي. هغه افرونه چي ناوخته ورسيږي د منلو وړنه دي.
د نورو معلوماتو لپاره د تماس شميرې:
۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰/ ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰