کندهار ښاروالي هره پرمختیایي پروژه په فني توګه سرته رسوي
کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار د دولسمي ناحیې اړوند په خادم ګذر کي
۱۰۳۵متره په طول او ۸ متره په عرض د یوه سړک چي(۸۲۸۰)متره مربع کیږي د جوړېدو چاري راپیل کړي دي. د دې ترڅنګ د همدې سړک په امتداد دواړو خواو ته د ۳۷۳ متره په طول، ۵۰ سانتي متره په عرض او ۶۰ سانتي متره په ارتفاع باندي چرۍ هم اساسي جوړه سوي دي. او په یاده پروژه کي ۱۹۰ عدده سلبونه په نظر کښي نیول سوي دي، ددې ترڅنګ کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي او د ښاروالي په روانو پلانونو کښي د ښاریانو څخه د ملاتړ او همکاري هیله لري .
