د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

web_admin
داوطلبي

Publish Date

Closing Date

کندهار ښاروالۍ غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس د کندهار ښار په مختلفو ناحیو کښي د استنادي دېوالونو د جوړولو پروژې قرارداد عقد کړي.

علاقمندان کولائ سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ هـ ش کال د ثور میاشتي له ۱ نېټې څخه تر ۲۲ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.

د یادي پروژې معیاري شرطپاڼه او ضمایم هم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ له رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولائ سئ.

ددې پروژې داوطلبي به د ۱۴۰۴ هـ ش کال د ثور میاشتي پر ۲۳ نېټه چي د سه شنبې ورځ کيږي، د سهار پر ۹:۳۰ بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کښي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.

یادونه: علاقمند داوطلبان مکلف دي چي خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرایطو سره سم ترتیب او په سر تړلي ډول، د داوطلبۍ د مجلس په ورځ د ټاکل سوي وخت سره سم و تعین سوي پلاوي ته وسپاري او هغه آفرونه چي ناوخته ورسپارل سي، د منلو وړ نه دي.

د معلوماتو لپاره د لاندي شمېرو سره تماس ونيسئ:

۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰

Documents

د استينادي دېوالونو شرط پاڼه

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.

ټول هغه اشخاص چي پر . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.

علاقمند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۹ ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابروي . . .

Back to tenders

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!