د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان په اساس د ترانسپورټ مدیریت لپاره د یوه عراده اکسکواټر خریداري ترسره کړي.
علاقمندان کولائ سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشتي له ۲۷ نېټې څخه بیا د سرطان میاشتي تر ۱۶ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري.
د یادي خریدارۍ شرطپاڼه او ضمایم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ د رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولائ سي.
ددې پروژې داوطلبي به د ۱۴۰۴ کال د سرطان میاشتي پر ۱۷ نېټه چي د سې شنبې ورځ ده، د سهار پر ۱۰ بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
یادونه: علاقمند داوطلبان مکلف دي چي خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون، کړنلاري او په شرطپاڼه کي له شرایطو سره سم ترتیب او په سر تړلي ډول، د داوطلبي د مجلس په ورځ د ټاکل سوي وخت سره سم و تعین سوي پلاوي ته وسپاري او هغه آفرونه چي ناوخته وسپارل سي د منلو وړ نه دي
د نورو معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسي.
۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰