د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د صبر او نګار د پروژو اعلان
Publish Date
Closing Date
د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د صبر او نګار د پروژو اعلان
د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د نګار او صبر ګذرونو د څښلو د پاکو اوبو د شبکې پروژې د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.
هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د عقرب د میاشتي ۱۹ څخه بیا ۲۵م نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.
1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات
2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)
3. د پروژی تخنیکي پروفایل
د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د عقرب پر ۲۶ نیټه یعني د 2020 کال د نومبر د میاشتي پر 16 م سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.
نوټ:
په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.
د اسنادو تر لاسه کولو له لاندي لینک کلیک کئ!
