د کندهار ښاروالۍ د خالي ګذرونو د اعلان خبرتيا!

zroohi_admin
ګذرونو اعلان

د کندهار ښاروالۍ د شپږمي ناحیې اړوند (۲) ګذر- د اوومي ناحیې اړوند (۱۰-۱۱) ګذر- د نهمي ناحیې اړوند (۴-۷-۸-۹) ګذر- د یوولسمي ناحیې اړوند (۳-۵) ګذر او د دیارلسمي ناحیې اړوند (۱) ګذر متنفذینو، علماوو، مشرانو او ځوانانو ته خبر ورکول کیږي چي د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کي نیولو سره ۱۶/۲/۱۴۰۲څخه بیاتر ۲۱/۲/۱۴۰۲ نیټې پوري خپل ځانونه نوماند کړئ.

د ګذر وکیل د کاندیدو شرایط:

۱. د افغانستان تابیعت ولري.

۲. عمر ئې له ۲۵ کلنی څخه پورته وي.

۳. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد یاید ولري. (( او یاهم د هغه معادل د اسلامي علومو سند ولري.))

۴. د درو کلونو له پاره په اړونده ګذر کي استوګنه ولري.

۵. په اړوند ګذر کي غیري منقول ملکیت ولري.

۶. د نیک شهرت لرونکی او د عدلي او قضائې ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي.

۷. د بشپړي جسمي او روحي روغیتا درلودونکی وي.

لاندي کسان نسي کولای د ګذر د وکالت له پاره ځان نوماند کړي.

۱. په هغه صورت کي چي د دولت رسمي کارمند وي.

۲. هغه شخص چي د خلګو د نا رضایتۍ په وجه د ګذر د وکالت څخه عزل کړل سوی وي.

۳. په هغه صورت کي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي.

۴. په هغه صورت کي چي د محکمي له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوي وي.

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۷
Background image

اطلاعیه شاروالی کندهار

ارائه خدمات در تمام ساحات شهر از سوی شاروالی کندهار جریان دارد

همشهریان عزیز! در ساحات که آسیب پذیر در جریان باران های شدید با تهدید مواجه میشود لطف نموده به شماره های فوق در تماس شده . . .

بازگشت به اطلاعیه ها