کندهار ښاروالي لوبډلي د پنج شنبي او جمعي ورځ دري لوبي تر سره کړې ، چي په درو واړه لوبو کي برئ يې تر لاسه کړ!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۸:۴۰
د ښاروالۍ کرکيټ لوږبډله

کندهار ښاروالي لوبډلي په پنجوایې ولسوالي کي  ۸  اوریرزه سیالیو کي برخه اخیستې چي پکښي څلور سیالۍ یې په بریا تر سره کړې، او نیمه پایلوبي ته یې لار پیدا کړه.

تیره پنج شنبه په یادو سیالو کښي ښاروالۍ لوبډلي اتفاق افغان لوبډلي ته په ( ۲۱ ) منډو ماته ورکړه.

د ښاروالي لوبډلي د یادي لوبي د لوبغاړو کارګردګي ....

ثناه الله " همت " ( ۳۸ ) نصیب الله " معصوم " ( ۲۲ ) ذبیح الله " عادل "  (۱۸) او محمد ظاهر ( ۱۵) منډي وکړې

په توپ اچونه کښي ذبیح الله "عادل " ( ۳ ) او فضل ربي ( ۲ ) ویکیټي تر لاسه کړې

په جمعه په یادو سیالو کښي ښاروالۍ لوبډلي و اتلانو لوبډلي ته په ( ۹۵ ) منډو ماته ورکړه

د ښاروالۍ د یادي لوبي د لوبغاړو کارګردګي ...

ذبیح الله " عادل " ( ۶۰ ) سمیع الله " ریحان " ( ۳۵ ) محمد ظاهر ( ۲۲ ) او شمس الله ( ۱۹ ) منډی وکړې.

په توپ اچونه کي سمیع الله " ریحان " ( ۲ ) فضل ربي او شمس الله یوه یوه ویکیټه تر لاسه کړه.

جمعه ماسپښین د کندهار ښاروالۍ لوبډلي  وخراسان لوبډلي ته په دوستانه لوبه کښي په ( ۲۷ ) منډو ماته ورکړه.

لوبه شل اوره وه ، هدف د ښاروالۍ لوبډلي ( ۱۶۹) منډي وټاکلې خراسان لوبډلي ټولي ( ۱۴۲ ) منډي وکړې.

د ښارولي لوبډلي د دریمي لوبي د لوبغاړو کارګردګي ..

یونس " بریالي "  (۷۰) احمد ولي ( ۲۳ ) ګلاب شاه " روحاني " ( ۱۳ ) او صمد خان ( ۱۰ ) منډي وکړې

په توپ اچونه کښي حمیدالله " یوسفزي " ( ۴ ) احمدالله ، ګلاب شاه " روحاني " او حبیب دوې دوې ویکيټي تر لاسه کړې.

د لومړۍ او دوهمي لوبي غوره لوبغاړئ ذبیح الله " عادل " او د دریمي لوبي غوره لوبغاړئ حمیدالله " یوسفزئ " وټاکل سوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي لوبډلي د پنج شنبي او جمعي ورځ دري لوبي تر سره کړې ، چي په درو واړه لوبو کي برئ يې تر لاسه کړ!