کندهار ښاروالۍ په ( ۸ ) ناحيه، اول او دوهم ګذر کښي محلي شوراء دائره کړل!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۰:۲۰
محلي شوراګاني

کندهار ښاروالۍ د عمومي شوراګانو د مجالسو په لړکښي نن دوشنبه په (۸) ناحیه اول او دوهم ګذورنو کښي د محلي شوراګانو د غړو سره مجلسونه ترسره کړل.

په دې مشورتي مجلسونو کښي د نوموړي ناحیې څخه د محلي شوراګانو مسؤلینو، د اول او دوهم ګذورنو وکیلانو، او د سیمو څخه د محل مشرانو، استازو او ځوانانو ګډون کړئ وو.

د کندهار ښاروالۍ د شوراګانو عمومي مدیر عبدالرحمن رحیمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او مننه ئې ځیني وکړل چي زموږ سره مو په داسي مجالسو کښي برخه اخيستې ده، او ور پسې ئې د محلي شوراګانو د جوړښت پر اهدافو باندي وګډونوالو ته معلومات ورکړل او د داسي محلي شوراګانو موجودیت ئې ځکه ډیر اړین وبلی چي ددې شوراګانو اصلي هدف د دولت او اولس ترمنځ ارتباطات ټینګول او د خلګو پیغام تر دولت پوري او د دولت هدایات تر ولس پوري رسول دي، او ددې ترڅنګ ئې د محلي شوراګانو مسؤلینو، دګذرونو وکیلانو پرمسؤلیتونو او صلاحیتونو باندي هم رڼا واچول.

په یاد مشورتي مجلسونو کښي د یادي ناحیې د محلي شوراګانو لپاره رئیس، معاون، خزانه دار، منشي او د همدې محلي شوراګانو لپاره غړي وټاکل سوه.

د محلي شوراګانو د جوړښت ترڅنګ د ګذر انکشافي شوراء هم رامنځ ته سول او غړي ورته انتخاب سول.

د مجلسونو په پای کښي د۸ ناحیې د محلي شوراګانو مسؤلینو، د اړوندو ګذرونو وکیلانو، اولسي مشرانو، ځوانانو دیادي محلي شوراګانو پر جوړښت خوښي وښودل او دیادي ناحیې سره د چارو او پلانونو د تطبيق په برخه کښي د پوره همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په ( ۸ ) ناحيه، اول او دوهم ګذر کښي محلي شوراء دائره کړل!