د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحيې اړوند 2 ، 4 ګذر، د دریمي ناحيې اړوند 6 ګذر، د پنځمي ناحيې اړوند 8،7 ګذر، د اوومي ناحيې اړوند 11،10،4 ګذر، نهمي ناحيې اړوند 9،7،4 ګذر، د لسمي ناحيې اړوند 4 ګذر، د یوولسمي ناحيې اړوند 5،3 ګذر،د دولسمي ناحيې اړوند 6 ګذر، د څوارلسمي ناحيې اړوند 4،3،1 ګذر او د پنځلسمي ناحيې اړوند 3 د ګذر متنفذینو، علماوو، مشرانو ،ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کي نیولو سره 10/5 / 1402 څخه تر17 /5 / 1402 نیټې پوري خپل ځانونه نوماند کړي.
د ګذر د وکیل د کاندیدېدو شرایط:
1. د افغانستان تابعیت ولري.
2. عمر ئې له پځویشت کلنۍ څخه پورته وي.
3. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد ولري(او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند ولري)
4. د دروکلونو له پاره په اړونده ګذر کي استوکنه ولري.
5. په اړونده ګذر کي غیري منقول ملکیت ولري.
6. د نیک شهرت لرونکئ او د عدلي او قضائي ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي.
7. د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکئ وي.
لاندي کسان نه سي کولائ د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي.
- په هغه صورت کي چي د دولت رسمي کارمند وي.
- هغه شخص چي د خلکو د نارضایتۍ په وجه د ګذر د وکالت څخه عزل کړل سوئ وي.
- په هغه صورت کي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي.
- په هغه صورت کي چي د محکمې له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوئ وي.
یادونه : د ثبت نام په وخت باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائي کتابچه د ځان سره ولري.
د ثبت نام ځای: کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت.