د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

mohammadi_admin
د ګذرونو اعلان

کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحيې اړوند  2 ، 4  ګذر، د دریمي ناحيې اړوند 6 ګذر، د پنځمي ناحيې اړوند 8،7 ګذر، د اوومي ناحيې اړوند 11،10،4 ګذر، نهمي ناحيې اړوند 9،7،4 ګذر، د لسمي ناحيې اړوند 4 ګذر، د یوولسمي ناحيې اړوند 5،3 ګذر،د دولسمي ناحيې اړوند 6 ګذر، د څوارلسمي ناحيې اړوند 4،3،1 ګذر او د پنځلسمي ناحيې اړوند 3 د ګذر متنفذینو، علماوو، مشرانو ،ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کي نیولو سره 10/5 / 1402 څخه تر17 /5 / 1402 نیټې پوري خپل ځانونه نوماند کړي.

د ګذر د وکیل د کاندیدېدو شرایط:

1. د افغانستان تابعیت ولري.

2. عمر ئې له پځویشت کلنۍ څخه پورته وي.

3. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد ولري(او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند ولري)

4. د دروکلونو له پاره په اړونده ګذر کي استوکنه ولري.

5. په اړونده ګذر کي غیري منقول ملکیت ولري.

6. د نیک شهرت لرونکئ او د عدلي او قضائي ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي.

7. د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکئ وي.

لاندي کسان نه سي کولائ د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي.

  • په هغه صورت کي چي د دولت رسمي کارمند وي.
  • هغه شخص چي د خلکو د نارضایتۍ په وجه د ګذر د وکالت څخه عزل کړل سوئ وي.
  • په هغه صورت کي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي.
  • په هغه صورت کي چي د محکمې له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوئ وي.

یادونه : د ثبت نام په وخت باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائي کتابچه د ځان سره ولري.

د ثبت نام ځای: کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۸:۳۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحيې اړوند  2 ، 4  ګذر، د دریمي ناحيې اړوند 6 ګذر، د پنځمي ناحيې اړوند 8،7 ګذر، د اوومي ناحيې اړوند 11،10،4 ګذر، نهمي ناحيې اړوند 9،7،4 ګذر، د لسمي ناحيې اړوند 4 . . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۸:۵۳
Background image

خبرتيا!

کندهار ښاروالي غواړي چي د نانوایانو او کلچه پزانو وکالت د ۲۱ /۴ / ۱۴۰۲ هـ ش نیټي څخه بیا تر ۳۰ /۴ / ۱۴۰۲ هـ ش نیټي پوري اعلان ته وسپاري، تر څو پر شرایطو برابر اشخاص ثبت نام وکړي چې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۹:۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ د جواز مدیریت خبرتیا!

داچي کندهار ښاروالۍ د ښاریانو د لاسهولت په خاطر د ښاروالۍ په مرکز کي د جواز عمومي مدیریت په فعالیت پیل کړئ دی؛ نو محترم ښاریان کولائ سي چي د ناحیو ترڅنګ د ښاروالۍ په مرکزي څانګه کي هم د . . .

Back to announcements