د مراجعینو د خدماتو ګرځنده مرکز له لاري د شپږمي ناحيې اوسېدونکو ته د صفائي کتابچو اړوند عامه پوهاوئ ورکړل سو!

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۰:۴
خدمات

چهار شنبه ۴ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ  د مراجعینو د خدماتو ګرځنده مرکز له خوا د شپږمي ناحیې اوسېدونکو ته د خپلو ملکېتونو، مارکېټونو او دوکانونو اړوند د صفائي کتابچو د جوړولو او تحویل کولو د کړنلاري ترڅنګ د صفائي کتابچو د ارزښت په اړه عامه پوهاوئ ورکړل سو.

همدارنګه دیاد سیار مرکز له خوا ټولو هغو اشخاصو ته چي د صفائي کتابچه ئې نه درلوده، ورته سپارښتنه وسوه، چي ژر تر ژره ئې جوړي کړي، ځکه د همدې کتابچو په جوړولو سره ښاروالۍ ته عاید راځي او ښاروالۍ مکلفه ده، چي ستاسو څخه د لاسته راغلو عوایدو په مقابل کښي ښاري او انکشافي خدمات عرضه کړي.

د یادوني وړ ده، چي د همدې ګرځنده مرکز له لاري د يادي ناحيې و اوسېدونکو ته د کندهار ښاروالۍ د فعالېتونو په اړه پوهاوی، د ښاریانو د شکایتونو اورېدل، د صفائي تادیات او د صنفي جوازونو د ترلاسه کولو په اړه معلومات ورکول سوه.

همدارنګه ددې مرکز اساسي اهداف د مراجعینو لېوالتیا، شفافیت او مؤثریت، د اصولو او مقرراتو پلي کول دي.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د مراجعینو د خدماتو ګرځنده مرکز له لاري د شپږمي ناحيې اوسېدونکو ته د صفائي کتابچو اړوند عامه پوهاوئ ورکړل سو!