د مراجعینو د خدماتو ګرځنده مرکز له لاري د شپږمي ناحيې اوسېدونکو ته د صفائي کتابچو اړوند عامه پوهاوئ ورکړل سو!
چهار شنبه ۴ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مراجعینو د خدماتو ګرځنده مرکز له خوا د شپږمي ناحیې اوسېدونکو ته د خپلو ملکېتونو، مارکېټونو او دوکانونو اړوند د صفائي کتابچو د جوړولو او تحویل کولو د کړنلاري ترڅنګ د صفائي کتابچو د ارزښت په اړه عامه پوهاوئ ورکړل سو.
همدارنګه دیاد سیار مرکز له خوا ټولو هغو اشخاصو ته چي د صفائي کتابچه ئې نه درلوده، ورته سپارښتنه وسوه، چي ژر تر ژره ئې جوړي کړي، ځکه د همدې کتابچو په جوړولو سره ښاروالۍ ته عاید راځي او ښاروالۍ مکلفه ده، چي ستاسو څخه د لاسته راغلو عوایدو په مقابل کښي ښاري او انکشافي خدمات عرضه کړي.
د یادوني وړ ده، چي د همدې ګرځنده مرکز له لاري د يادي ناحيې و اوسېدونکو ته د کندهار ښاروالۍ د فعالېتونو په اړه پوهاوی، د ښاریانو د شکایتونو اورېدل، د صفائي تادیات او د صنفي جوازونو د ترلاسه کولو په اړه معلومات ورکول سوه.
همدارنګه ددې مرکز اساسي اهداف د مراجعینو لېوالتیا، شفافیت او مؤثریت، د اصولو او مقرراتو پلي کول دي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت
