د روژې مبارکي میاشت له راتګ سره د نرخونو د کنټرول په موخه مجلس ترسره سو!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۰:۱۲
محلس

دا چي د روژې مبارکي میاشتي له راتګ سره په ښار کي د خوراکي او غیري خوراکي توکو نرخونه لوړ سوي او ورسره د ښاریانو شکایتونه هم زیات سوي دي، نو په همدې موخه د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند په خپل کاري دفتر کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په شمول، د اطاق تجارت ریاست رئیس، استازو، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د اتحادیو مسؤلینو سره ولیدل.

په همدې موخه جوړسوي مجلس کي د اطاق تجارت رئیس حاجي محمد صدیق مهمند د نرخونو د کنټرول په موخه کندهار ښاروال ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او زیاته ئې کړه د نرخونو دقیق تعین او کنټرول په اړه به یوه نظارتي کمېټه جوړه سي، چي د نرخونو د کنټرول په موخه په آزاد بازار کي مداخله وکړي.

په ورته مهال کي راغلو د چرګانو، نخود، لوبیا،تیلو او غوړو اتحادیو مسؤلینو هم په خپل وار سره د خپلو توکو قېمتونو د لوړېدو لاملونو ترڅنګ هغه ستونزي چي دوی ورسره مخ دي مفصل معلومات له کندهار ښاروال صاحب سره شریک کړل.

په ورته لیدنه کي کندهار ښاروال دخپلو خبرو په جریان کي ټولو ر اغلو تجارانو او د اتحادیو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي ډیر ژر د نرخونو د کنټرول په موخه مجلس جوړ کړي او د کندهار ښاروالۍ له خوا په جوړه سوې کمېټه کي د تجارانو له لخوا دوه کسه هم معرفي کړي، ترڅو په ښار کي د نرخونو په اړه نظارت ترسره کړي.

د یاد مجلس په وروستیو کي ټولو راغلو تجارانو ژمنه وکړه، چي د نرخونو په کنټرول کي موږ له ښاروالۍ سره همکاري کوو او په ښار کي به د ښاروالۍ له لوري د توزیع سوي نرخنامې مطابق به خرید او فروش ترسره کیږي.

کندهار ښاروال حاجي ملاحکمت الله اخند هم له راغلو تجارانو او د اتحادیو له مسؤلینو څخه مننه وکړه.

په درنښت

ذبيح الله ( روحي )

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدير

 

 

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د روژې مبارکي میاشت له راتګ سره د نرخونو د کنټرول په موخه مجلس ترسره سو!