د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ سبا د نيالګيو کښېنول پيلوي

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۷
ښاري حکومتولۍ رئییس

شنبه/۲۴ – کب – ۹۸
د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ/ بنياد مدنی جوانان کندهار غواړي له کندهار ښاروالي سره د نيالګيو کښېنولو سږني کمپاين کي مرسته وکړي او د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کي شاوخوا ۱۰۰۰ بوټي مثمر او غيرمثمر نيالګي کښېږدي.
د دغه بنسټ مشر ډاکټر رحمت الله محمدي نن د کندهار له مرستيال ښاروال حاجي محمدنسيم رضائي سره په کتنه کي وويل، له دغو نيالګيو څخه ۲۰۰ يې د نارنج دي. ښاغلي محمدي وويل، دوی نه يوازي ښاروالي ته نيالګي ورکوي، بلکي په روزلو کي يې هم برخه اخلي او ښاريان هم هڅوي چي د خپل ښار په سرسبزه کولو کي ونډه واخلي.
مرستيال ښاروال حاجي محمدنسيم رضائي د نوموړو ځوانانو له نېک احساس څخه مننه وکړه او ويې ويل، دغه نيالګي به په هغو سيمو کي کښېنوي، چي اړتيا يې وي او هم يې د ضائع کېدو احتمال کم وي. ښاغلي رضائي وويل، کندهار ښاروالي سږ کال تر اوسه ۱۸۰۰۰ نيالګي له ښاريانو څخه تر لاسه کړي، ۱۲۰۰۰ يې ايښي او د نورو کښېنول دوام لري. مرستيال ښاروال وويل، د نارنج نيالګي به د علامه حبيبي واټ دواړو غاړو ته کښېږدي، تر څو د کندهار ښار دغه کليدي سيمه ښکلې او سرسبزه سي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ سبا د نيالګيو کښېنول پيلوي