د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ سبا د نيالګيو کښېنول پيلوي

km_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۷
ښاري حکومتولۍ رئییس

شنبه/۲۴ – کب – ۹۸
د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ/ بنياد مدنی جوانان کندهار غواړي له کندهار ښاروالي سره د نيالګيو کښېنولو سږني کمپاين کي مرسته وکړي او د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کي شاوخوا ۱۰۰۰ بوټي مثمر او غيرمثمر نيالګي کښېږدي.
د دغه بنسټ مشر ډاکټر رحمت الله محمدي نن د کندهار له مرستيال ښاروال حاجي محمدنسيم رضائي سره په کتنه کي وويل، له دغو نيالګيو څخه ۲۰۰ يې د نارنج دي. ښاغلي محمدي وويل، دوی نه يوازي ښاروالي ته نيالګي ورکوي، بلکي په روزلو کي يې هم برخه اخلي او ښاريان هم هڅوي چي د خپل ښار په سرسبزه کولو کي ونډه واخلي.
مرستيال ښاروال حاجي محمدنسيم رضائي د نوموړو ځوانانو له نېک احساس څخه مننه وکړه او ويې ويل، دغه نيالګي به په هغو سيمو کي کښېنوي، چي اړتيا يې وي او هم يې د ضائع کېدو احتمال کم وي. ښاغلي رضائي وويل، کندهار ښاروالي سږ کال تر اوسه ۱۸۰۰۰ نيالګي له ښاريانو څخه تر لاسه کړي، ۱۲۰۰۰ يې ايښي او د نورو کښېنول دوام لري. مرستيال ښاروال وويل، د نارنج نيالګي به د علامه حبيبي واټ دواړو غاړو ته کښېږدي، تر څو د کندهار ښار دغه کليدي سيمه ښکلې او سرسبزه سي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ښاري خبري اتري/ ګفتمان شهری لويه غونډه جوړه سوه

يکشنبه/۱۸- کب - ۱۳۹۸

په کندهار کي د سيمه ييزو ارګانونو ادارې د ښارواليو معينیت د ښاري حکومتولۍ عمومي رياست له هدايت او اجنډا سره سم د ښاري خبرو اترو پروګرام د کندهار ښاروالي په کوربتوب. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ سبا د نيالګيو کښېنول پيلوي

شنبه/۲۴ – کب – ۹۸
د کندهار د ځوانانو مدني بنسټ/ بنياد مدنی جوانان کندهار غواړي له کندهار ښاروالي سره د نيالګيو کښېنولو سږني کمپاين کي مرسته وکړي او د کندهار ښار په بېلابېلو سيمو کي. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۰:۳۲
Background image

کندهار والي او کندهار ښاروال نيالګي کښېنول

سه شنبه/۲۰- کب- ۹۸


د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم په کندهار کي د کب پر شلمه د نيالګيو کښېنولو د ملي حشر د ورځي په مناسبت نيالګي کښېنول سول.

د نيالګيو ايښودلو په دغو مراسمو کي چي. . .

BACK TO NEWS