کندهار ښاروال له ځينو انکشافي پروژو څخه ليدنه وکړه

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۹ - ۱۶:۳۵
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنير محمدرفيع حيات نن/ دوشنبه د کندهار ښار شپږمي ناحيې ته ولاړ او هلته يې د روانو دوو انکشافي پروژو له کارونو څخه له نژدې ليدنه وکړه. کندهار ښاروال د سړکونو، چريو او سلبونو د جوړولو دغو پروژو لومړني کارونه ښه وارزول، خو د کيفيت د لا لوړوالي په خاطر يې د پروژو پلي کوونکو ته لازمي سپارښتني وکړې. نوموړي د پروژو پر کيفيت ټينګار وکړ او ويې ويل چي دا يوازي د کندهار ښاروالي نه، بلکي د هر ښاري غوښتنه ده.

ښاغلي حيات دغه راز د شپږمي ناحيې له آمر صالح محمد نوري او د نوموړي ناحيې له خلکو سره هم ناسته وکړه. ښاروال په ټول کندهار ښار؛ په ځانګړي ډول شپږمه ناحيه کي د ښاروالي د عادي او انکشافي خدماتو؛ په خاصه توګه د روانو انکشافي پروژو په اړه د خلکو نظرونه، پېشنهادونه او انتقادونه يو په يو واورېدل او

Kandahar Municipality

ډاډ يې ورکړ چي د امکان تر حده به يې په پام کي نيسي.

کندهار ښاروال د شپږمي ناحيې د آمر او د هغه د کاري ټيم له لوري وروستي نوښتونه هم وستايل او د نوموړي سيمي له اوسېدونکو يې هم مننه وکړه چي د شپږمي ناحيې د آمريت په تجهيزولو او ترميمولو کي يې د خپل احساس پر اساس برخه اخيستې ده. ښاروال دغه راز خوښي وښوده چي د کندهار ښاروالي د محلي/ناحيوي څانګو د اجرااتو او خدماتو وړتيا ورځ تر بلي زياتېږي، په چارو کي د خلکو دخيلتيا زياتېږي او په پايله کي يې غوره او جوابګويه ښاري حکومتولي تأمينېږي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS