د ښاریانو د غوښتنو او پېشنهاداتو په اساس کندهار ښاروالي (۳۰۰) دانې کثافات دانۍ خریدارۍ کړې .

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۱۴:۲۰
Kandahar municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښاریانو دغوښتنو او پېشنهاداتو په اساس یې (۳۰۰) نوي کثافات دانۍ خریداري کړي دي چي د ښار په بېلا بیلو برخو کښي به کښېښودل سي تر څو پر وخت او زمان هم د ښاریانو اړتیاوي پوره سوي وي او هم د ښارد بېلا بیلو برخو څخه کثافات انتقال سوي وي.

د ښاغلي حیات په خبره کندهار ښاروالي په ټولو امراتو کي د خپلو ښاریانو لپاره ښاري سهولتونه برابروي چي یو هم د ښاریانو د مهمو ضرورتونو څخه د ښار د کثافاتو لپاره د کثافات دانیو غوښتنه وه چي له ښه مرغه کندهار ښاروالي په دې وتوانېدل (۳۰۰) نوي کثافات دانۍ خریداري کړي او د ښاریانو د سهولت او د ښار د پاکوالي په منظور یې د ښار په اړوندو برخو کښي کښېږدي، ښاروال د دې نوو کثافتدانیو په ساتلو کي د ښاریانو همکاري وغوښتل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د ښاریانو د غوښتنو او پېشنهاداتو په اساس کندهار ښاروالي (۳۰۰) دانې کثافات دانۍ خریدارۍ کړې .