د کندهار ښاروالي لخوا متوازنه پراختیا د ښاریانو اړتیاوي پوره کوي

Anonymous (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۲۰:۰
کندهار ښاروالی
د کندهار ښاروالي لخوا متوازنه پراختیا د ښاریانو اړتیاوي پوره کوي
یکشنبه/ ۱۳۹۹-۴-۲۲
د کندهار ښاروالي لخوا د متوازني پراختیا په اساس د ښار د شپږمي ناحیې اړوند په مدد ګذر سیمه کي د ۹۲۰ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړېدو چاري راپيل سوي چي د سړک د جوړېدو په څنګ کي اوس د ۲۱۲۱متره په اوږدوالي د چرۍ جوړېدو چاري عملأ شروع دي ددې تر څنګ په همدې پروژه کي ۵ عدده پلچکان هم په پلان کي سته چي د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰ متره په بره یو پلچک د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰ متره په بره دوهم پلچک د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰متره په بره دریم پلچک د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰ متره په بره څلورم پلچک او د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۱،۱ متر په بره پنځم پلچک ددې سړک په متداد جوړیږي او تر څنګ یې په همدې پروژه کي ۲۵۰دانې سلبونه هم په پلان کي سته چي د جوړېدو پر مهال به یې د سیمي خلګوته اړین سهولت رامنځته سوي وي.
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښاروالي ټولي پرمختیایي چاري د ښاریانو له عوایدو او صفایي ټکسونو تمویلیږی، ښاروال پر ښاریانو ږغ کوي د خپلو صفایي ټکسونو پر وخت تحویل سره دي د ښاروالي په پرمختیایي برخه کي لاچټکتیا راولي تر څو کندهار ښاروالي و کولای سي بهتره ښاري خدمات نورهم ډیر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS