د کندهار ښاروالي لخوا متوازنه پراختیا د ښاریانو اړتیاوي پوره کوي

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۲۰:۰
کندهار ښاروالی
د کندهار ښاروالي لخوا متوازنه پراختیا د ښاریانو اړتیاوي پوره کوي
یکشنبه/ ۱۳۹۹-۴-۲۲
د کندهار ښاروالي لخوا د متوازني پراختیا په اساس د ښار د شپږمي ناحیې اړوند په مدد ګذر سیمه کي د ۹۲۰ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړېدو چاري راپيل سوي چي د سړک د جوړېدو په څنګ کي اوس د ۲۱۲۱متره په اوږدوالي د چرۍ جوړېدو چاري عملأ شروع دي ددې تر څنګ په همدې پروژه کي ۵ عدده پلچکان هم په پلان کي سته چي د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰ متره په بره یو پلچک د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰ متره په بره دوهم پلچک د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰متره په بره دریم پلچک د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۲،۲۰ متره په بره څلورم پلچک او د ۸،۶ متره په اوږدوالي او ۱،۱ متر په بره پنځم پلچک ددې سړک په متداد جوړیږي او تر څنګ یې په همدې پروژه کي ۲۵۰دانې سلبونه هم په پلان کي سته چي د جوړېدو پر مهال به یې د سیمي خلګوته اړین سهولت رامنځته سوي وي.
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښاروالي ټولي پرمختیایي چاري د ښاریانو له عوایدو او صفایي ټکسونو تمویلیږی، ښاروال پر ښاریانو ږغ کوي د خپلو صفایي ټکسونو پر وخت تحویل سره دي د ښاروالي په پرمختیایي برخه کي لاچټکتیا راولي تر څو کندهار ښاروالي و کولای سي بهتره ښاري خدمات نورهم ډیر کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۱:۸
Background image

د کندهار ښار په پنځمه ناحيه، احمد شاهي مېنه کي دسړک رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي کارونو په لړ کي د پنځمي ناحیې اړوند په احمدشاهي مېنه کي د یو کیلو متر سړک د رغولو چاري په اساسي او معیاري ډول پیل کړي دي.

ياد جوړېدونکی سړک د يوکيلومتر په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۱۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي د ۸۵۰ متره کانال د رغولو چاري ۸۰ سلنه مخته تللي دي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام د ښار په ديارلسمه ناحيه، پنځم ګذر کي د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو مهم کانال او دوو پلچکانو د اساسي رغولو چاري جريان لري.

دغه کانال ۸۵۰. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۴
Background image

کندهار ښاروالي کي د مهمو موضوعاتو د تصویب او تائید لپاره اداري نوبتي مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د یو لړ مهمو موضوعاتو دڅېړلو او پریکړي په موخه اداري نوبتي مجلس ترسره سو.په دې مجلس کي دکندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب، د ښاري حکمتولۍ رئيس. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالي لخوا متوازنه پراختیا د ښاریانو اړتیاوي پوره کوي