ښاروالي دښاریانو پوښتنو ته جواب ویونکې ده

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۹:۳۲
Kandahar Municipality

دغه څرګندوني د کندهار ښاروالي د ښاري حکومتولي رئیس عبدالواحدشاه هاشمي په هغه غونډه کي وکړې کوم چي د ښار د څلورمي او پنځمي ناحیې اوسېدونکو ته د شفافیت او حساب ورکولو په موخه جوړه سوې وه.

هاشمي وویل شفافیت او حساب ورکول د دولت یو اساسي او مهمه دنده ده، شفافیت او حساب ورکول ولسونو ته د حق غوښتني د فرهنګ په معنی دی شفافیت او حساب ورکول د ولسونو باور په دولت باندي زیاتوي، نو ځکه کندهار ښاروالي تل کوښښ کوي چي په ټولو تر سره کېدونکو اجراتو کي خپلو ښاریانوته جواب ویونکې واوسي.

په غونډه کي د څلورمي او پنځمي ناحیې څخه د ګذرونو وکیلان، ځوانان، قومي مشران او د نظر خاوندانو ګډون کړی و. د کندهار ښاروالي د شفافیت او حساب ورکولو مدیر سید محمد ګل اغا د تیري سرطان د میاشتي د عوایدو، مصارفاتو د روانو رغنیزو چارو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات د غونډي ګډونوالو ته ورکړه او د دواړو ناحیو د مشرانو، وکیلانو، متنفذینو او سېدونکو څخه یې وغوښتل چي د ناحیو د عوایدو د کسر په لمنځه وړلو کي د خپلو اړوندو ناحیو د آمریتونو سره همکاره پاته سي تر څو کندهار ښاروالي وکولای سي په یادو ناحیو کي ددوي دعوایدو له طریقه بهتره ښاري خدمات وړاندي کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

ښاروالي دښاریانو پوښتنو ته جواب ویونکې ده