کندهار ښاروالي ښاریانو ته د درو ربعو حساب ورکړئ

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۳:۲۸
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي د ښاري حکومتولۍ د رئیس عبدالواحد شاه هاشمي تر مشرۍ لاندي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سوه چي پکښي د مشورتي بورډ غړو، د ۱۵ ناحیو د ګذرونو وکیلانو، د کسبه کارانو استازو، مدني ټولنو استازو او ځوانانو پکښي برخه لرل.

غونډي ته په پرانیستونکې وینا کښي د ښاري حکومتولي رئیس وویل کندهار ښاروالي تل خپلو ښاریانو ته جواب ویونکې ده او تر څنګ یې هر وخت خپل انکشافي پلان، بودجه، راتلونکي پلانونه او نور ښاري موضوعات پر وخت له ښاریانو سره شریک کړي دي.

وروسته پر پروجکټور باندي ښاري حکومتولۍ، تهیه او تدارکات، سکټوري او تخنیکي ریاست مسؤلینو خپل ترتیب سوي پرېزینټېشنونه ارایه کړه، چي پکښي د کندهار ښاروالي تیرو روانو او راتلونکو فعالیتونو ته ځای ورکول سوی و.

د مجلس د ګډونوالو سوالونو ته هم د اړوندو مسؤلینو لخوا جوابونه وویل سول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي ښاریانو ته د درو ربعو حساب ورکړئ