دکندهار ښاروالي له لوري د کفتان مدد چوک څخه بیا تر شهید احمدولي خان چوک پوري د سولر څراغونو پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سول.

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۱:۳۶
Kandahar Municipality

داحمد شاهي جادې اړوند د لومړۍ ،څلورمي او څوارلسمي ناحیې په حدود کښي چي یاده پروژه تکمیل سوه د پرانیست غونډي په مراسیمو کښي یې کندهار والي الحاج روح الله خانزاده او کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات ګډون کړی و.

په یاده پروژه کښي چي

۲ ولټه ۱۵۰۰امپیره سیل بطرۍ

۲۶۰ دانې دسولر څراغونو خادې

۶۴۶دانې شمسي هنداري پولي کریستالین۲۶۰ واټه

۲۶۰دانې ۶۰واټه براجولیکس څراغان

۳ دانې سټېشنونه شامل دي

د ۴۰۰۰۰۰ډالره په لګښت د اروپایي ټولني لخوا

او د۹۰۱۹۰ډالره په لګښت دکندهار ښاروالي لخوا

Kandahar Municipality

ګټي اخیستني وسپارل سول د یادي پروژې چارو چي یوکال یي وخت ونیوی ۵۰۰۶مسلکي او غیري کارکونکوته پکښي دکار زمینه برابره سوې وه.

په مراسیمو کښي کندهار والي الحاج روح الله خانزاده یاده پروژه مهمه وبلل او دښار دروښانتیا لپاره یې دکندهار ښاروالۍ د یاد اقدام څخه مننه وکړه ،کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د یادي پروژې د پرانیستلو پرمهال ښاریانو ته دمبارکۍ ویلوترڅنګ دخپلو خبرو پرمهال وویل یاده پروژه به د ښار روښانتیاکښي مهم رول ولري ترڅو ګران ښاریان وکولای سي دشپې له طرقه ورڅخه اعظیمي استفاده وکړي ، کندهار ښاروال د دې پروژې ترڅنګ په ښار کښي د ټولو عام المنفعه پروژو په ساتنه کي د ښاریانو همکاري وغوښتل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

دکندهار ښاروالي له لوري د کفتان مدد چوک څخه بیا تر شهید احمدولي خان چوک پوري د سولر څراغونو پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سول.