د کندهار ځوانانو (ښاروالي) فوټبال لوبډله نن د کندهار فوټبال د قهرمانۍ کپ پورته کړ او اول مقام يې خپل کړ.

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۰:۴۵
Kandahar Municipality

کندهار کي د حاجي محمد سرور جان د ټورنمنټ قهرماني ځوانانو لوبډلي وګټل د اتفاق لوبډلي څخه وګټل

دې ټورنمنټ کي 12 لوبډلو ګډون کړب وو، چي د ځوانانو لوبډلي (ښاروالۍ لوبډله) پایلوبي ته د اتفاق لوبډله سره وتلې وه او پایلوبه 2-0 ځوانانو لوبډلي وګټله.

د دې ټورنمنټ ډېر ګول وهوونکی لوبغاړی د اتفاق لوبډلي لوبغاړی نقیب الله او غوره ګول ساتوونکی قدرت الله خاکسار انتخاب سو او د غوره ټرينر جايزه سميع غيرتمل ته ورکول سول چي ټيم يې د دوهم ځل لپاره فاينل ته رسولی دی.

د ځوانانو لوبډلي دې ټورنمنټ کي د سمیع غیرتمل په رهبرۍ ګډون کړی وو، چي د دوهم ځل له پاره پرلپسې په کندهار کي د فوټبال د ټورنمنټ پایلوبي ته یي لاره پیدا کړې وه.

د نن ورځي ګول وهونکي: عبدالرحمن او تميم اغا وه.

د ځوانانو لوبډلي د مشرتابه، لوبغاړو، نندارچيانو او ټولو کندهاريانو دي مبارک يې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ځوانانو (ښاروالي) فوټبال لوبډله نن د کندهار فوټبال د قهرمانۍ کپ پورته کړ او اول مقام يې خپل کړ.