د هري ناحیې اوسېدونکي باید خپل مسؤلین وپېژني.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۲:۲۷
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاهاشمي د پنځمي ناحیې د امر د یادي ناحیې لپاره د اوبو رسولو او کانال لیزیسیون ریاست،برېښناریاست،معارف ریاست او حوزوي پولیسو او د ناحیې د اوسېدونکو سره د ګذر د خبرو اترو په پروګرام کښي یادي څرګندوني وکړې.

د ګذر خبري اتري پروګرام چي د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو د معینیت لخوا د رالېږل سوی طرزالعمل سره سم په ټولو ناحیو کښي جوړوي دا ځل یي یاد پروګرام په پنځمه ناحیه کښي ولسي مشرانو ته جوړ کړ، په ننني مجلس کښي د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئيس عبدالواحد شا هاشمي وویل د دې پروګرامونو څخه یې هدف د خلګو او دولت ترمنځ هږغۍ رامنځته کول، خلګو ته خپل اړونده مسؤلین ور پيژندل ، د ناحیې په چارو کښي د خلګو او اړوندو

Kandahar Municipality

سکټورونو ګډ کارکول او نور مهم څه یاد کړه چي د ښاغلي هاشمي په خبره د دې پروګرام دلاري ورته خلګ رسیده ګي کولای سي.

وروسته د پنځمي ناحیې امر عبدالوازید اصیفي خبري وکړې د پنځمي ناحیې د تیر حالت،روان حالت او راتلونکي حالت په اړه یې د ناحیې مشرانو او د غونډي ګډونوالو ته معلومات ورکړه،ښاغلي اصیفي د ښاروالۍ لخوا په پنځمه ناحیه کښي د روانو پلانونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه توضیحات وړاندي کړه د دې ترڅنګ د بریښنا ریاست،ښاري اوبورسولو او کانال لیزایسیون ریاست،معارف ،او حوزي پولیسو هم په وار سره خبري وکړې او دخپلو اړوندو پروګرامونو په اړه یې دغونډي ګډونوالو او دناحیې اوسېدونکوته معلومات ورکړه وروسته د یوه ازاد بحث دلاري د پنځمي ناحیې د اوسېدونکو ټولو هغه پوښتنو،او پیشنهاداتوته هم یادو مسؤلینو جواب ووایه کوم چي په یاده برخه کښي یې درلودلې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د هري ناحیې اوسېدونکي باید خپل مسؤلین وپېژني.