د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
د کندهار ولایت ټولو دوکاندارانو، خوراکي توکي پلورونکو او عمده فروشانو ته د ولایت مقام خبرتیا!
کندهار والي الحاج روح الله خانزاده ته د کندهار ښار او ولسوالیو څخه د خلکو شکایتونه رسیدلي، چي د روژې میاشتي د راتګ سره سم د خوراکي توکو قیمتونه څو چنده لوړ سوي، چي د ستونزو د حل لپاره کندهار والي د ښار او ولسوالیو ټولو دوکاندارانو، د خوراکي توکو پلورونکو او عمده فروشانو ته جدي خبر ورکوي، که تر نن وروسته کوم دوکاندار، د خوراکي توکو پلورونکي او یا عمده فروش پر احتکار ونیول سو او یا یې د ازاد بازار د قانون څخه په ناوړه ګټه اخیستنه خپل خوراکي توکي پر خلکو څو چنده لوړ خرڅ کړي وه، نو د احتکار د مخنیوي او نرخونو د تعدل ساتلو کمیټه به یې د دوکان ټول خوراکي توکي پر غریبو او بې بضاعته کورنیو وویشي او د شخص سره به قانوني چلند وکړي.
کندهار والي ټولو ښاریانو ته ډاډ ورکوي، چي ستونزه یې ورته رسیدلې ده او د اړتیا پر مهال به یې شخصاً د کندهار والي په اړه اجرات وکړي او مکرراً ټولو دوکاندارانو او خوراکي توکو پلورونکو ته جدي لارښوونه کیږي، چي د خبرتیا د نشر څخه وروسته که هر څوک پر یاده کړنه ونیول سو، نو جدي چلند به ورسره سي. بیا حق د شکایت نلري.