کندهارښاروال: د ولسوالیو له ښاروالیو سره دیوه ګډ او متحد ټیم په شکل کار کوو.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۱:۵۵
کندهارښاروال:ـ د ولسوالیو له ښاروالیو سره دیوه ګډ او متحد ټیم په شکل کار کوو.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات نن پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس هم حاضر وو د خپل کار په د فتر کښي دولسوالیو له ښاروالانوسره لیدنه درلودل .

په لیدنه کښي پر یوشمیر موضوعاتو مفصلي خبري وسوې، په یاد مجلس کښي د ښاري حکومتولۍ رئيس عبدالواحد شاه هاشمي وویل داچي کندهار ښاروالۍ د ولسوالیو له ښاروالیو سره یوه ګډه د همږغۍ او همکارۍ شبکه جوړه کړې ده نو ځکه اړتیا ده چي باید د هر کله په څېر یاده شبکه فعاله وساتل سي او کارونه د پخوا په شان همږغي سره مخته ولاړ سي .

کندهار ښاروال وویل کندهار ښاروالۍ به په تخنیکي برخه کي،د ظرفیت لوړوني په عرصه کښي،بودجه جوړوني ،د ځوانانو په تقویت او د ورورولۍ د روحیې په پياوړتیاکښي ،ورزشي برخه کي،او مشورې ورکولو په برخه کي هر وخت ستاسو سره په ګډه کار کوي ترڅو د ولسوالیو اوسېدونکو لپاره ستاسو په مرسته ښاري سهولتونه برابرسي،او د ځوانانو ترمنځ د صمیمیت فضا رامنځته سي.

د ښاغلي حیات په خبره تاسو خپل لومړیتوبونه وټاکئ ،مهم او اړین ضرورتونوته پکښي لومړیتوب ورکئ او په ګډه یې له مرکزي ادارې سره تعقیب کړئ.

کندهارښاروال: د ولسوالیو له ښاروالیو سره دیوه ګډ او متحد ټیم په شکل کار کوو.

همدا ډول کندهار ښاروال یادونه وکړه کندهار ښاروالي به د یوه ګډ او واحد ټېم په شکل ستاسو سره ستاسو د لومړیتوبونو او ضرورتونو په عرصه کښي هر وخت همکاره وي، کندهار ښاروال د ولسوالیو ښاروالانو ته ډاډ ورکړ چي په ولسوالیو کښي به د پروژو او بنیادي کارونو د ښه ترسره کولو په منظور ددوی سره د یوه ګډ ټېم په شکل مرکز ته ځي او په ګډه سره به د ولسوالیو لپاره له مرکزي ادارې څخه همکاري را جلبوي،د دې ترڅنګ کندهار ښاروال د کندهار ښاروالۍ مامورینو ته په هر ظرفیت لوړوني او د نورو مهمو پروګرامونو په جوړېدا کښي د ولسوالیو د ښاروالیو د مامورینو شتون مهم وبلئ ترڅو د ښاغلي حیات په خبره د کندهار ښاروالۍ د مامورینو سره یوځای د ظرفیت لوړوني د روزنیزو پروګرامونو چانس ترلاسه کړي او پخپلو کاري ساحو کښي د ښو تجریبو څخه کار واخلي ،وروسته د ولسوالیو ښاروالانو له کندهار ښاروال څخه د منني ترڅنګ چي همېشه یې غېږه ورته خلاصه کړې او په ډيرو اړینو او سختو حالاتو کښي یي هم مشورې ورکړي او همکاري یي ورسره کړې خوښي و ښوول او یادونه یې وکړه چي نور به د ظرفیت لوړوني،د ځوانانو د منسجم کولو،بودجې جوړوني او ښاري فرهنګ د ودي په عرصه کښي له کندهار ښاروالۍ سره په ګډه کارکوي او له تجاریبو به یي اعظیمي استفاده کوي.

یاده دي وي چي کندهار ښاروالۍ د ولسوالیو له ښاروالیانو سره یوه ګډه د همږغۍ شبکه لري چي وخت پر وخت ورسره مجلسونه دایروي ترڅو د ستونزو د حل ترڅنګ پر نوو پلانونو او پروګرامونو باندي هم مشورې سوي وي او هم ګډ کار ته زمینه سازي سوې وي.
 

کندهارښاروال: د ولسوالیو له ښاروالیو سره دیوه ګډ او متحد ټیم په شکل کار کوو. کندهارښاروال: د ولسوالیو له ښاروالیو سره دیوه ګډ او متحد ټیم په شکل کار کوو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهارښاروال: د ولسوالیو له ښاروالیو سره دیوه ګډ او متحد ټیم په شکل کار کوو.