کندهار ښاروالۍ

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
 کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده منظمي او تنظیم کړي.
له دې خبرتیا وروسته هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چي خپلي ریړۍ پر عامه لارو، سړکانو او د تګ راتګ پر مسیرونو و درول سي او یا د ښاري بې نظمۍ سبب وګرځي. 
همدرانګه هغه دوکانداران چي عامه پیاده‌روونه ئې د خلکو پر مخ بند کړي او د تګ ‌راتګ مخه ئې نیولې ده، د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته که بیا هم عامه پیاده‌روونه د خلکو پر مخ بند کړي، د اړوندو اصولو او مقرراتو له مخي به ورسره قانوني چلند وسي او دوکان به ئې سمدستي وتړل سي.
یادونه: له ټولو ریړۍ‌چلوونکو او دوکاندارانو څخه غوښتنه کیږي چي د دې خبرتیا محتوا په جدي توګه رعایت کړي او د عامه لارو او پیاده‌روونو د نظم او پاکوالي په ساتلو کي له ښاروالۍ سره همکاري وکړي. 
په درنښت
دکندهار ښاروالۍ مطبوعاتي دفتر

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ