کندهار ښاروالۍ په ښار کښي متوازني پراختیايي او پراخي انکشافي چاري ترسره کوي!

mohammadi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۱:۹
پروژې

په پنځمه ناحیه کښي د اولسي خلګو د سهولت په منظور د ښاروالۍ له لوري د کوڅو کانګریټ کول به بهتره ښاري اسانتیاوي رامنځته کړي، دغه پروژه به راتلوونکو دوه میاشتو کښي به بشپړه سي او تر دم ګړیه یې ددې پروژې پرمختیایي چاري (٪۴۰) مخته تللي دي.

د نړیوال بانګ په مالي تمویل د( UNOPS ) برنامې په مدیریت او د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي مرسته ددې پروژې بنیادي چاري عملاً مخته ځي، په دغه پروژه کښي په مسلکي توګه سره (۱۰) تنو کاریګرو او په غیري مسلکي توګه سره (۱۰۰) تنو کاریګرو ته کاري فرصت پیدا سوئ دی.

پروژه

په دغه پروژه کښي ټول کار او چاري د کاریګرو په واسطه مخته وړل کیږي او د اړتیا پرمهال له ماشینیرۍ څخه استفاده کیږي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وائي: د کندهار ښاروالۍ له لوري په ښار کښي په بنیادي او اساسي برخو کښي خدمات د ښاریانو لپاره بهتره ښاري سهولتونه برابروي، د کندهار ښار بڼه مثبت لوري ته اړوي، دا ښار د پرمختګ او ترقۍ پر لوري بیایي او خلګو ته کاري فرصتونه رامنځته کوي، کندهار ښاروال پر ښاریانو ږغ کوي چي د ښار په جوړونه، سرسبزه او پاک ساتنه کښي په ښه توګه سره وظیفوي مسؤلیت اداء کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په ښار کښي متوازني پراختیايي او پراخي انکشافي چاري ترسره کوي!