کندهار ښاروالي په ۹ ناحيه کښي دط/ـ ا/لـ/ب/ـ انـ/ ـ و هديرې سړک د اساسي قيريزۍ کولو چاري راپيل کړي دي!

پنج شنبه ۲۱ / ۱۰ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي داځل د ښار په ۹ ناحيه کښي د ط.ـ./.ال/ب./ـ انو هديرې سړک د اساسي قيريزۍ کولو چاري راپيل کړي دي.
دغه سړک چي د ښاروالۍ د مختلفو سړکانو د قيريزۍ کولو پروژې يوه برخه ده تقريبا (560) متره اوږدوالۍ، ۱۶ متره بردوالۍ، دواړو طرفونو ته چرۍ او يو پلچک پکښي شامل دي،د کوټ بابا عمومي سړک د منان دواخانې سړک سره وصل کوي.

د نوموړي سړک د رغولو کار يوه مياشت مخکي راشروع سوئ دی چي تر دې دمه يې ۶۰ فيصده کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به يې د يوې مياشتي څخه په کمه موده کښي بشپړ سي.
د يادوني وړده چي په دغه پروژه کښي هره ورځ ۲۲ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۵ کسان په مسلکي ډول او ۱۷ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.
د همدې سړک په اساسي رغولو سره د يادي لاري تلوونکو کسانو او د دغه سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت