کندهار ښاروال: کندهار ښاروالي د ښار بنسټیزي معیاري پراختیا ته ژمنه ده

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۰:۲
Mirbazar
دوشنبه/۲۶-۳-۱۳۹۹
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار په ۱۵ ناحیو کي ښاریانو ته اړیني، بنسټيزي او معیاري پروژې سرته رسوي تر څو کندهار ښار د یوه معیاري او جوړ ښار بڼه خپله کړي، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کي خلګو ته د علویتونو او ضرورتونو لپاره د ښاروالي رواني پروژې او خلګو ته په زیات شمېر د کار کولو زمینه برابرول د ښاري جوړښت اساسي ګام دی چي د همدې پروژو په دوام د ښآر د شپږمي ناحیې اړوند د کندهار هرات د لاري څخه پروت سړک د زاړه ښار په امتداد چي ۱۱۵۱متره یې اوږدوالي او ۷،۸۱ متره یې عرض دی او همدارنګه ددې نوي جوړېدونکي سړک چرۍ چي د ۲۴۴۰متره په اندازه ده تازه یې کندهار ښاروالي د سیمي د اوسېدونکو د حیاتی ضرورت د رفع کولو په منظور لومړى د خامه کاري او وروسته به يې د قيريږي چاري راپيل کړي تر څو د ښار د نورو برخو تر څنګ ددې سیمي خلګ هم له اړینو سهولتونو برخمن سوي وي ،د یادي سیمي اوسېدونکي، د ګذر وکیلان او ولسي مشران د کندهار ښاروالي ددې کار ستاینه کوي او خوښۍ ښیي چي دوی د مهم او اساسي علویت په نظرکي نیولو سره یې کندهار ښاروالي ددې سړک او چرۍ د اساسي بیا رغوني چاري را پيل کړي دي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال: کندهار ښاروالي د ښار بنسټیزي معیاري پراختیا ته ژمنه ده