د چهل زینو پارک دوهمه (ښځينه) برخه ګټي اخیستني ته وسپارل سول

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۵۰
Kandahar Municipality

کندهار والي حیات الله حیات پر داسي مهال چي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او د اوومي ناحیې استازو او ولسي مشرانو یې ملتیا کول د ښار د اوومي ناحیې اړوند د چهل زینو پارک دوهمه (ښځینه برخه) ګټي اخیستني ته وسپارل.

کندهار والي حیات الله حیات وویل د یاد پارک مساحت ۱۶۰۰۰متره مربع کیږي چي مبلغ-/۲۹۹۵۸۵۶۱- افغانۍ ورباندي لګښت او مالي تمویل کوونکې یې کندهار ښاروالي ده، د ښاغلي حیات په خبره په دې پروژه کښي مستقیم کارکوونکي ۵۰۰۰ تنه دي، مسلکي کارکونکي ۶۰۰۰ تنه دي او غیري مسلکي کارکوونکي ۱۲۰۰۰ تنه دي، چي د دې پروژو څخه ګټه پورته کوي.

کندهار والي د اوومي ناحیې اوسیدونکو ته مبارکي وویل او د ملي شتمنیو په ساتنه کي یي د دوی رول مهم وبلۍ، وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وویل کندهار ښاروالي د متوازني پراختیا په اساس د ښار د پنځلسو ناحیو اوسېدونکو ته ښاري سهولتونه برابروي، د ښاغلي حیات په خبره د چهل زینو پارک د دوهمي برخي کار یې په اساس توګه سره راپيل کړی دئ چي پکښي عامه تشنابونه، کانتین، مسجد شریف، د لمریزي برېښنا سیسټم، سایوانونه، د وسایطو پارکینګ او تفریحي پارک پکښي ګټي اخیستني ته وسپار ل سو.

کندهار ښاروال وویل د دې پارک ساتنه به کوي او وخت پر وخت به یې د ښاروالي مربوطه ټېمونه نظارت کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د چهل زینو پارک دوهمه (ښځينه) برخه ګټي اخیستني ته وسپارل سول