کندهار والي الحاج روح الله خانزاده، کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او یو شمیر مسؤلینو د بای پاس سړک د پټۍ په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارئ
کندهار والي الحاج روح الله خانزاده نن دوشنبه مرستیال والي فیصل شیرزي، د کندهار ښاروال او یو شمیر رئیسانو، ولایتي شورا مرستیال، یو شمیر ملي سوداګرو او ځایي اوسیدونکي په ملتیا د کندهار یو له مهمو پروژو څخه د بای پاس سړک د پټۍ په پریکولو سره ګټي اخیستني ته وسپارئ.
کندهار والي الحاج روح الله خانزاده د بای پاس سړک د جوړیدو لکبله د سیمي اوسیدونکو او کندهار ښاریانو ته ځانګړې مبارکي ورکړه او وویل، حکومت او ولایتي اداره د ولس لپاره د حیاتي پروژو د تطبیق په لټه کي ده او د کندهار په کچه به ټولو هغو لویو پروژو ته رسیده ګي وسي، چي د کلونو کلونو راهیسي د ولس لپاره یوه هیله ګرځېدلې ده او په خبره یې عام المنفعه تاسیسات د ولس په پیسو د ولس لپاره جوړیږي نو لازمه ده، چي ولس یې په ساتنه کي هم ځانګړې پاملرنه وکړي، ترڅو د پروژې عمر ډیر سي او خلک ورڅخه تر اوږد مهاله پوري ګټه واخلي.
کندهار والي اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه، چي د اضافه بار موټرانو په کلکه مخه ونیسي او پرینږدي، چي زموږ عامه تاسیسات د دوي د بې غورۍ لکبله تخریب سي او پر مهال یې یادونه وکړه، چي که هر څوک د سړکانو په تخریب کي مسؤل وپیژندل سو نو قانوني چلند به ورسره وکړي.
کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات د خپلو خبرو پر مهال وویل، بای پاس سړک په ۶ میاشتي کي د ۴۹ میلیونه، ۶۳۵ زره، ۱۵۸ افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي توګه جوړ سوي، چي ۱۰۲۹ متره اوږدوالي، ۱۰ متره عرض، ۱۵۸۰ متره مربع پیاده رو، ۶۶۵۶ متره مربع سنګ کاري استنادي دیوال پکښي شامل دي او په جوړیدو سره یې د سیمي د اوسیدونکي اساسي ستونزي ورسره حل سوې.
د سیمي ځایي اوسیدونکو هم د بای پاس سړک په جوړیدو خوښي وښودل او یادونه یې وکړه پر ټاکلي وخت یاده پروژه دښه کیفیت او د ښاروالۍ د ساختماني ټېم د دوامداره او ښه نظارت لاندي په ښه معیاري توګه تر سره کړه او د حکومت او ولایتي ادارې څخه یې مننه وکړه، چي د ولسونو اساسي غوښتونو ته رسیده ګي کوي.
په پاي کي د منني په پار ځاي مشرانو کندهار والي، مرستیال والي اوکندهار ښاروال ته د اعزاز بګړۍ ورپه سر کړې او د ولایتي ادارې د کړنو یې قدرداني وکړه.
