د کندهار ښاروالۍ خبرتيا!

mohammadi_admin
خبرتيا

د کندهار ښاروالۍ د خپل تدارکاتي پلان او عادي بودجې پر اساس د تخنيکي شرطپاڼي مطابق د ۱۴۰۲ مالي کال لپاره د ټرانسپورټ مديريت اړوند د مختلف النوع وسايطو لپاره د پرزه جاتو، روغنياتو، او فلټرانو د خريدارای قراردادونو د لاندي ذکر سوو شرکتونو سره د رسمي طی مراحلو پروسه جريان لري.

۱: د روغنياتو او فلټرانو په داوطلبۍ کښي (ځوان نسل لوجستيکي شرکت).

۲: د پرزه جاتو په داوطلبۍ کښي (احسان اسد لوجستيکي شرکت).

که هرڅوک د نوموړو شرکتونو دمسؤلينو سره حقوقي دعوه او ياکومه بله ستونزه ولري کولائ سي د ۲۱ / ۳ / ۱۴۰۲ ه ش کال څخه تر ۲۸ / ۳ / ۱۴۰۲ ه ش نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تهيه او تدارکاتو عمومي مديريت ته تشريف راوړي او خپل اړونده اسنادونه دي حاضر کړي ترڅو په اړه يې وروستي اجراآت صورت و مومي.

دلازياتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېره اړيکه ونيسئ

۰۷۰۳۷۹۶۹۷۱

د کندهار ښاروالۍ خبرتيا!