د کانګو وينه بهوونکي تبي اړوند د عامه پوهاوي په موخه مجلس ترسره سو!
يک شنبه ۲۸ / ۳ / ۱۴۰۲ ه ش کال.
د کندهار ښاروالۍ دغونډو په تالار کي د ښار دمختلفو قصابانو، وټرنر ډاکټرانو، حیواناتو روزنکو ته دکانګو ساري ناروغۍ په اړه دعامه پوهاوی په موخه مجلس دائر سو.
ننی مجلس لومړی د قرانکري په څومبارکو آياتونو سره راپیل سو، ورپسې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون رئیس خبري وکړي او ددې ساري ناروغۍ دمخنیوی لپاره يې وقایه او معالجه مهمه وبلل او د قصابانو څخه ئې غوښتنه وکړل، چي دا ساري ناروغي چی له حیوانه څخه و انسان ته انتقالیږي د ډاکټرانو لازمي لارښووني عملي کړي؛ ترڅو ددې وژونکي ناروغۍ څخه خوندي پاته سو.
وروسته د عامي روغتیا ریاست ډاکټرانو په خپل نوبت سره د کانګو د ساري ناروغۍ پر پېژندنه، د سرایت لاري، د دې انتقال لاملونه، مخنیوی او کنټرول، تشخیص او ددې ساري مرض پرعلایمو او وقایې باندي خبري وکړې او هم يې د ښار ټولو قصابانو ته مهمي سپارښتني وکړې
