د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

web_admin
خبرتيا

کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحیې اړوند (۴) ګذر د پنځمي ناحیې اړوند (۹) ګذر د اوومي ناحیې اړوند (۹،۱۰،۱۱) ګذرونه, د نهمي ناحیې اړوند (۶،۸) ګذرونه, د دولسمي ناحیې اړوند (۵) ګذر او د پنځلسمي ناحيې اړوند (۲،۵) ګذرونو متنفذینو، علماوو، مشرانو، ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چي د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کښي نیولو سره د ۲۳/۱۰/ ۱۴۰۲څخه تر ۱/۱۱/۱۴۰۲ نیټې پوري خپل ځانونه نوماند کړي.

د ګذر وکیل د کانديدېدو شرایط:

۱. د افغانستان تابعیت ولري.

۲. عمر ئې له ۲۵ کلنۍ څخه پورته وي.

۳. د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد باید ولري (( او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند وي.))

۴. د دروو کلونو له پاره په اړونده ګذر کښي استوګنه ولري.

۵. په اړونده ګذر کښي غیري منقول ملکیت ولري.

۶. د نیک شهرت لرونکئ او د عدلي او قضائي ارګانو لخوا تر تعقیب لاندي نه وي.

۷. د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکئ وي.

- لاندي کسان نه سي کولائ د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي:

۱. په هغه صورت کښي چي د دولت رسمي کارمند وي.

۲. هغه شخص چي د خلګو د نارضایتۍ په وجه د ګذر د وکالت څخه عزل کړل سوئ وي.

۳. په هغه صورت کښي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي.

۴. په هغه صورت کښي چي د محکمې له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوئ وي.

#یادونه: د ثبت نام په وخت باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائي کتابچه د ځان سره ولري.

#د ثبت نام ځای: د کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت.

په درنښت

ذبيح الله ( روحي )

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدير

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!