د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کښي د کاروان کوڅې اړوند د يوې فرعي کوڅې د کانګريټ کولو کار جريان لري!
شنبه ۳۰ / ۱۰ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي داځل د ښار په څلورمه ناحيه کښي د کاروان کوڅې اړوند د يوې فرعي کوڅې د چريو او سلبونو په شمول د کوڅې د اساسي رغووني چاري راپيل کړي دي.

دغه کوڅه چي تقريباً ( ۱۳۰ ) متره اوږدوالۍ او ( ۳،۵ ) متره بردوالۍ لري يوه نيمه هفته مخکي يې درغولو چاري راپيل سوې او پاته کارونه به يې ډېر ژر بشپړ سي.
پر دغه پروژه چي تقريباً ۸ لکه افغانۍ لګښت راغلئ هره ورځ پکښي ۱۵ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې وه چي ۳ کسان په مسلکي ډول او ۱۲ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.
د همدې کوڅې په اساسي ډول رغولو سره د سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت
